د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چي د اوس لپاره د تورخم لاره یوازې د بار وړونکو موټرو او هغو کسانو پر مخ خلاصه شوې چې پاسپورت او ویزه ولري. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، هغه کسان چې پاسپورت او ویزه نه لري، پاکستان ته د اوښتو اجازه نه ورکول کیږي او بیرته به را ګرځول کیږي. بلخي ویلي په تورخم لاره کې د خلکو د تګ راتګ لپاره د اسانتیاوو په برخه کې یې هڅې روانې دي او شته ستونزې به له مقابل لوري سره په ګډه حل کړي. دا په داسې حال کې ده چې نن د تورخم دروازه کې د زیات بیرو بار او د خلکو د بې نظمۍ له امله د لنډ وخت لپاره دغه لاره تړل شوې ده.
































