امریکا او پاکستان په افغانستان کې د هوایي بریدونو د ترسره کولو په تړاو هوکړې ته سره نږدې شوي دي. د سي ان ان د راپور له مخې امریکا په افغانستان کې د هوايي بریدونو په موخه د پاکستان له حریم د استفادې په تړاو له دغه هېواد سره هوکړې ته نږدې شوې ده. دغه رسنۍ ته د بایډن د حکومت دوو مهمو چارواکو ویلي چې له کاګریس سره یې هم په دې تړاو بحثونه کړي دي او ډېر احتمال شته چې پاکستان له خپل هوایي حریم امریکايي الوتکو ته په افغانستان کې د بریدونو ترسره کولو په موخه اجازه ورکړي. سرچینه وایي پاکستان ددې کار په بدل کې له امریکا غوښتي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ورسره همکاري وکړي او د هند پر وړاندې یې په نړیوال دريځ کې ملاتړ وکړي. دغه سرچینه وایي دا شرطونه لا نهايي نه دي ښایي پاکستان نورې غوښتنې هم ولري. تر دې وړاندې بیا پاکستان ویلي وو چې په دې تړاو خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دي، خو دغه امریکايي سرچینې د هوکړې د رامنځ ته کېدو خبره کړې ده.
































