امریکا وایي لا یې هم لسګونه وګړي په افغانستان کې حضور لري چې د وتلو غوښتونکي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي چې شاوخوا دوه سووه امریکايي وګړي لا هم په افغانستان کې دي چې د تخلیې په ماموریت کې نه دي ایستل شوي. سرچینه وایي دوی هڅه کوي ټول هغه امریکایي وګړي له افغانستان وباسي چې له دغه هېواد د وتلو غوښتنه کوي. امریکایي چارواکو ویلي چې دا شمېره ثابته نه ده، ښایي تر دې لا ډېر امریکایي وګړي په افغانستان کې پاتې وي. امریکا د اګسټ د پنځلسمې له پېښې وروسته خپل زرګونه وګړي له افغانستان و ایستل او لا هم دا لړۍ ادامه لري.
































