د اروپايي ټولنې د بشري مرستو یوه بله بسته، د هوايي دهلیز له لارې کابل ته را ولېږدول شوه. په دې بسته کې ۲۸ ټنه درمل دي چې له روغتیايي بحران سره د مبارزې د هڅو په هدف استول کېږي. د کړکېچونو د مخنیوي لپاره د اروپايي ټولنې کمېشنر یینز لینارچیچ ویلي چې پر افغانستان د طا لبانو له واکمنېدو وروسته دا د بشري مرستو درېیمه بسته ده چې د هوايي دهلیز له لارې افغانستان ته را لېږدول کېږي.
































