کورنیو چارو وزارت وايي، د برېښنا د پایې د الوزولو په تړاو یې درې تنه نیولي دي. د دغه وزارت د مطبوعاتو رییس سعید خوستي ویلي، چې د برېښنا د پایې د الوزولو په تور یې درې تنه نیولي او پلټنې ترې روانې دي. وړمه شپه د کابل په مراد بیګ سیمه کې د وارداتې برېښنا یوه پایه د چاودنې له کبله ویجاړه شوه، چې د کابل په ګډون د یو شمېر ولایتونو برېښنا یې پرې کړه. برېښنا شرکت ویلي، چې د یادې پايي د جوړولو کار روان دی او د نن ورځې تر پایه به د برېښنا یو سرکټ بېرته وتړل شي.
































