د سره صلېب نړیواله کمیټه وایي، په یوازې سر نه شي کولی چې د افغانستان په بشري ناورین پسې ورسیږي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د دې کمېټې عمومي رییس رابرت ماردیني ویلي، چې خلکو ته د اساسي خدماتو د رسولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ مهم دی. د راپور له مخې سره صلیب اعلان کړی، چې نړیواله ټولنه باید له ا.ا سره تعامل وکړي، ځکه چې مرستندویان په یوازې ځان نشي کولی، افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی وکړي.
































