د المان دولت اعلان کړی دی چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت لا خرابېدو مخنیوي لپاره له دغه هېواد سره پنځوس میلیونه یورو مرسته کوي. یاد هېواد ویلي چې دا مرسته به د ملګرو ملتونو سازمان له لارې په افغانستان کې د عمومي خدماتو، د پانګونې لپاره خلکو سره د کوچنیو قرضونو او د ځپل شویو خلکو د ژوند ښه والي لپاره ولګول شي. المان ویلي چې افغانان وروستیو تحولاتو سخت ځپلي دي او د دې لپاره چې د افغانستان اقتصادي وضعیت تر دې هم ډېر ترینګلی نه شي نو له هرې ممکنې لارې به له دغه هېواد سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي. دا مرسته وروسته تر هغه کېږي چې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې ویلي وو چې که چېرته نړیواله ټولنه له افغانستان سره مرستې ونه کړي نو دغه هېواد به له بېساري بشري او اقتصادي ناورین سره مخ شي.
































