د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا ویلي چې د افغان دولت نوي چارواکي د افغانانو د ژوند ښه والي په هڅه کې دي او کوشش کوي چې په دغه هېواد کې وضعیت سم لور ته رهبري کړي. روسي رسنیو د زخاروا له قوله ویلي چې افغان چارواکي تر اوسه پورې له شویو ژمنو سره سم روان دي، د کوچنیانو د فلج واکسینو تطبیق بهیر ته یې اجازه ورکړې ده او دغه راز په یو شمېر ولایتونو کې نجونو ښوونځیو ته د تګ اجازه تر لاسه کړې ده چې دا ښه پرمختګونه دي. زخاروا ټینګار کړی دی چې روسیه په افغانستان کې روان بد بشري وضعیت له نږدې څاری او هیله لري چې هر څه ژر وضعیت عادي حالت ته راوګرځي څو افغانان خوښ، سوله ییز او ارام ژوند ولري.
































