د قرغیزستان ولسمشر سدیر جبارُف ویلي چې هېواد یې نه غواړي د دوو قدرتونو ترمنځ واقع شي. هغه په بشکیک کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې زیاته کړې ده چې دوی نه غواړي خاوره یې د دوو هېوادونو ترمنځ د رقابت میدان واوسي نو پر همدې بنسټ اجازه نه ورکوي چې امریکا یې په خاوره کې پوځي اډه جوړه کړي. جبارُف څرګنده کړې چې د قرغیزستان په کانټ سیمه کې د روسیې پوځي اډه شته او له امریکا سره د نظامي اډې په اړه شوې هوکړه ان په ۲۰۱۴ کال کې فسخه شوې ده نو دوی نور په دغه هېواد کې د امریکا پوځي اډې ته اړتیا نه لري. امریکا له افغانستان څخه د ځواکونو تر وتلو وروسته په سیمه ییزو هېوادونو کې د پوځي اډې جوړولو په لټه کې ده او وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې پاکستان ممکن امریکا ته پر افغانستان د بریدونو لپاره د خپلې خاورې کارولو اجازه ورکړي.
































