د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې د وسله والو کسانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته کې پنځه پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستاني پوځ له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا نښته هغه مهال رامنځته شوه کله چې پوځیان مستونګ سیمې ته د ترهګرو د ځپلو په موخه عملیاتو ته تللي وو، خو د وسله والو له مقاومت سره مخ شوي دي چې په پایله کې یې دوه پوځیان وژل شوي او درې نور سخت ټپیان شوي دي. پاکستاني پوځ ادعا کړې ده چې په دې عملیاتو کې یې لس وسله وال هم وژلي دي. تر اوسه د برید پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































