ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو خوندي کولو لپاره خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د افغان نجونو هیلي باید له خاورو سره خاورې نه شي او دوی ته باید د زده کړو او کار زمینه برابره کړل شي. د ګوتریش په خبره دوی به تر هغه خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي چې د افغان مېرمنو حقونه خوندي شوي نه وي او عادي ژوند یې پيل کړی نه وي. ملګرو ملتونو دغه راز د افغانستان پر نوي حکومت غږ کړی چې په یادو مواردو کې د دوی غوښتنو ته پاملرنه وکړي. د طا لبانو له واکمنېدو سره سم په افغانستان کې کارونو ته د ښځو تګ محدود شوی، پوهنتونونه رخصت دي، خو بلخوا بیا په تدریجي توګه د د نجونو د ښوونځیو خلاصول پیل شوي دي.
































