ترکیې په دغه هېواد کې د لسو غربي هېوادونو سفیران نامطلوب اعلان کړي دي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د بهرنیو چارو وزارت ته یې سپارښتنه کړې چې د امریکا په ګډون د لسو غربي هېوادونو سفیران نامطلوب اعلان کړي چې په دې سره ښايي له دغه هېواد و ایستل شي. د دغه لسو هېوادونو سفیرانو په یوه اعلامیه کې د یوه ترکي بندي سوداګر د خوشي کولو غوښتنه کړې وه. ترکیه وایي چې هغه د ۲۰۱۶ په کودتا کې ښکېل و او د یادو هېوادونو دا غوښتنه بې ادبي ده، نو ځکه یې سفیران نامطلوب اعلان شوي دي.
































