د برېټانوي رسنیو د راپورونو له مخې برېټانیا د هغو کسانو د ایستلو په لټه کې ده چې په تېر شل کلن ماموریت کې یې له دغه هېواد سره همکاري کړې ده. دغه هېواد وايي چې د تخلیې له ماموریت د پاتې ۱۰۲ کسانو په ایستلو بریالي شوي دي. یاد هېواد همدا راز ویلي چې د خپلو پاتې افغان همکارانو او برېټانوي تابعیت لرونکو وګړو د ایستلو لپاره به د درېیم هېواد لار کاروي. د برېټانیا تر څنګ پرون امریکا هم ویلي وو چې تر ې دمه یې شاوخوا ۲۰۰ وګړي په افغانستان کې پاتې دي او دوی یې د ایستلو لپاره هڅه کوي.
































