په نایجریا کې وسله والو یو زندان مات کړی او شاوخوا اته سووه بندیان یې ازاد کړي دي. د راپورونو له مخې وسله والو کسانو د زندان پر مامورینو برید کړی دی، دوی یې وژلي او وروسته یې چاودېدونکي توکي د زندان پر دیوالونو نښلولي او چاودنه یې ورکړې ده. په دې پېښه کې شاوخوا اته سووه بندیان تښتېدلي چې له دې ډلې ۲۶۴ کسه یې بېرته نیول شوي دي. ځايي چارواکي وایي چې د پاتې کسانو د نیولو په لټه کې دي. راپورونه وایي چې تر ډېره په دې زندان کې د وسله والو ډلو غړي بندیان وو، خو په تېښته بریالي شوي دي. دا په روان کال کې په نایجریا کې پر زندانونو د وسله والو ډلو درېیم برید دی.
































