د افغانستان ا.ا د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ایران پلازمېنه تهران کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې ناسته کې ګډون نه کوي. مجاهد څرګنده کړې ده چې دوی په یاده ناسته کې د ګډون پلان نه لري خو زیاتوي چې هیله لري تر سره کېدونکې ناسته ګټورې پایلې ولري. د یادونې ده چې روان میاشت په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته جوړېږي او تېره اوونۍ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي وو چې په یاده ناسته کې به د افغانستان په اړه ګټور بحثونه وشي.
































