د فرانسې خبري آژنس د خبر له مخې ټرمپ ویلي، چې بېرته خپل داخلي سفرونه پیلوي. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې غواړي راتلونکې اونۍ اریزونا ته سفر وکړی. د کرونا د مخنیوي په موخه د محدویتونو تر لګولو وروسته به دا د ټرمپ لومړنی داخلي سفر وي. نوموړی وایي غواړي اوهایو ته هم سفر وکړي، خو آریزونا ته د ځینو اقتصادي مسایلو لپاره سفر کوي او په ټاکنیزو منډو ترړو پورې نه اړوندېږي. ټرمپ ویلي، هیله لري چې په نیږدې راتلونکې کې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره پراخ کمپایونونه پیل شي، څو خپل پلانونه تشریح کړي او خلک د دویم ځل لپاره رایه ورکړي. ټرمپ داسې مهال د ټاکنو او کمپیانونو په اړه څرګندونې کوي چې تر اوسه پورې په امریکا کې د کرونا ناروغۍ له کبله له ۶۱ زره ډېر کسان مړه شوي دي.
































