د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست چارواکي وایي چې پر کابل څانګه د ډېرې ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره په پام کې ده چې تر راتلونکو درې اوونیو پورې په ټولو ولایتونو کې د پاسپورت مدیریتونه بېرته فعال کړي. د دغه ریاست سرپرست عالم ګل حقاني ویلي، په کابل کې پر پاسپورت ریاست ډېره ګڼه ګوڼه ده او خلک په ډېرو ستونزو د یو پاسپورت تر لاسه کولو لپاره ورځې او شپې سبا کوي نو د همدې چارې د اسانتیا لپاره دوی پلان لري چې ژر په ټولو ولایتونو کې د پاسپورت مدیریتونه فعال کړي څو خلک وکولی شي په خپلو ولایتونو کې پاسپورتونه تر لاسه کړي. هغه دغه راز له مراجعیتو څخه هم غوښتنه کړې ده چې پر خپل ټاکلي وخت پاسپورت ریاست ته ورشي څو په همدې توګه تر یوه حده د ګڼې ګوڼې مخنیوی وشي.
































