په خیبر پښتونخوا کې په دوو جلا پېښو کې پنځو پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پښتونخوا پولیس چارواکو رسنیو ته ویلي چې نن سهار شاوخوا اته بجې په ډېره اسماعیل خان کې د پولیو واکسینو د کمپاین پر ساتونکو برید شوی دی چې په پایله کې یې دوه ساتونکي پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. په همدې حال کې د همدې سیمې په کینټ تاڼې سیمه کې هم د پولیسو پر موټر برید شوی دی چې په نتیجه کې یې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي دي. تر اوسه پورې د یادو دواړو پېښو پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































