د پاکستان له لوري له افغانستان سره د تګ راتګ لارو د تړل کېدو له امله زرګونه کسانو ته مالي زیانونه اوښتي دي. پاکستاني رسنۍ وايي چې د سپین بولدک-چمن لارې د تړل کېدو له امله همدا اوس شاوخوا ۵۵ زره لوی او واړه سوداګر زیانمن شوي او کاروبارونه یې له ګواښ سره مخ دي. سرچینه وایي چې ددې تر څنګ د پولې دواړو غاړو ته سلګونه بار موټرونه چې ډېری یې تازه مېوه او سبزیجات لېږدوي ولاړ دي او توکي یې د خرابېدو په حال کې دي. سوداګرو له دواړو لورو غوښتي چې ژر تر ژره دې د دوی ستونزې حل کړي، لار دې د تګ راتګ پر مخ خلاصه کړي او سوداګرو ته دې د میلیونونه ډالرو زیان د اوښتو مخنیوی وکړي.
































