د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په قطر کې د ا.ا له جګپوړو چارواکو سره ګوري. د چینايي چارواکو دغه سفر د روانې اکتوبر میاشتې له ۲۵ نه تر ۲۶ نېټې پورې پلان شوی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین ویلي، چې دواړه لوري به په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې وکړي. نوموړي ویلي، چې د افغانستان د نږدې ګاونډي په توګه، په افغانستان کې د وضعیت د مثبت تغیر له پاره چین تل د خبرو اترو او تماسونو لرلو له پاره هڅې کړې دي. چين د افغانستان د لرغوني او دوست ګاونډي او همکار په توګه تل په دې نظر دی، چې نړيواله ټولنه دې د خبرو له لارې له افغانستان سره همکاري وکړي، څو د دغه هېواد وضعيت ښه لوري ته وګرځي او له افغانانو سره دې د ستونزو د هوارې مرسته وکړي.
































