طالبان وایي، نن له غرمې وروسته یې په کندز کې د افغان حکومت۴۰ نور هغه سرتېرې له بند آزاد کړي، چې له دوی سره بندیان وو. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، هڅه کوي د زندانیانو د خلاصون پروسه چټکه شي، څو په کرونا ناروغۍ یې د اخته کېدو مخه ونیول شي.
































