امریکا باید له افغان جګړې او دلته له ماتې ستر درس واخلي. انټې ور نشریې په یوه اوږده مقاله کې ویلي چې امریکا د افغان جګړې په تړاو پوره بې پروايي کوله او دا یوازې بايډن نه و، چې د هر څه پړه دې پرې واچول شي بلکې په دې ناورین کې د امریکا درې ولسمشران پړه دي. انټي ور لیکي امریکا د افغانستان جګړې ته د تیاتر د یوې صحنې په سترګه کتلي او دا یې هېره کړې چې هغه یو هېواد دی او میلیونونه وګړي پکې ژوند کوي چې باید حقوقو ته یې درناوی وشي. نشریې وړاندې لیکلي دي چې په افغان جګړه کې امریکا ته ستر درسونه پراته دي، دوی باید په دې پوه شي چې د یوه ملت پر برخلیک یې لوبې کړې دي او له ورته سترو تېروتنو سره په نړۍ کې خپل باور بایللی شي. تر دې وړاندې هم ګڼو امریکايي رسنیو ویلي چې امریکا خپل باور په نړیواله کچه بایللی او په افغانستان کې د دوی کړنې ددې سبب شوې چې نور پر امریکا ان ملګري هېوادونه هم باور و نه کړي.
































