هند افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په لټه کې دی. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې هند د مسکو په غونډه کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د ترسره کولو ډاډ ورکړی دی، خو هڅه کوي داسې لارې چارې وپلټي چې دغه مرستې افغانانو ته ورسولی شي. رسنۍ وایي هند وېره لري چې په افغانستان کې به یې د بشري مرستو پر رسوونکو بریدونه وشي او یا به د ځينو ډلو له غبرګون سره مخ شي نو له همدې امله د امنې لارې چارې په لټه کې دي. همدا راز ټاکل شوې چې هند د ایران په غونډه کې هم ګډون وکړي چې اجنډا یې د افغانستان او سیمې وضعیت دی. هند د مسکو په غونډه کې د بشردوستانه مرستو ژمنه کړې ده خو په دې اړه یې لا ډېر جزیات نه دي ورکړي.
































