د افغانستان تر نیمایي ډېر وګړي غذايي مصونیت نه لري. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مشر په تازه څرګندونو کې ویلي چې شاوخوا ۲۲ میلیونه وګړي په افغانستان کې غذايي مصونیت نه لري او د خوړو له کمښت سره مخ دي. دده په وینا نړۍ باید په دې پوه شي چې دا جدي مسئله ده او میلیونونه وګړي په افغانستان کې له لوږې سره مخ دي. هغه زیاته کړې چې تر ټولو ستر ګواښ د لوږې له امله ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته متوجه دی چې باید ژر تر ژره یې د له منځه وړلو لپاره هڅه وشي. د خوړو نړیوال پروګرام پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو غږ کړی دی چې د افغانستان د ژغورلو او په دغه هېواد کې د اقتصادي ودې لپاره دې رغنده ګامونه اوچت کړي او د میلیونونه وګړو ژوند دې وژغوري.
































