د ا.ا.ا سرپرست حکومت رسنیو ته د ارګ ماڼۍ مرکزي ویاند او درې مرستیالان معرفي کړل. د ا.ا له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې ذبیح الله مجاهد د ا.ا د مرکزي وياند، مفتي انعام الله حبیبي سمنګاني، احمدالله وثيق او مولوي اسدالله (بلال کريمي) د نوموړي د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي. خبرپاڼه وایي، تر دې وروسته به د ذبیح الله مجاهد تر څنګ د هغه درې واړه مرستيالان د ا.ا رسمي استازیتوب کوي. ا.ا دا اقدام داسې مهال کوي چې تر دې وړاندې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ وو او له حکومته یې په دې برخه کې د ښې همکارۍ غوښتنه کوله.
































