د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ پلازمینې دوحې ته تللی دی. د راپورونو له مخې له مولوي متقي سره په دې پلاوي کې لوړپوړي چارواکي ګډون لري او دوی به په دوحه کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره پر مهمو مسایلو خبرې اترې ولري. تر دې وړاندې د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي وو چې افغان لوری نن په دوحه کې له چینایي اړخ سره پر خورا مهمو مسایلو خبرې اترې لري خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي. په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې په دوحه کې د رییس الوزرا له مرستیال ملا برادر سره هم کتلي دي او پر دوه اړخیزو مسایلو بحث شوی دی. دواړو لورو ټینګار کړی چې دوه اړخیزې اړیکې به پراخوي او په افغانستان کې به د سولې او پرمختګ لپاره هڅې ډېرېږي.
































