د امریکا د وسله والو پېښو د ثبت مرکز په یو راپور کې ویلي چې د دغه هېواد یوازې په ټورنټو ایالت کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لس وسله والې پېښې شوې دي. د یاد راپور له مخې، د دغو پېښو له ډلې درې هغه یې مرګ ژوبله هم لري. راپور کاږي چې د ټورنټو په فوران سیمه کې په یو وسله وال برید کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي. په ورته وخت کې همدې سیمې ته څېرمه په یوه بله پېښه کې بیا یو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي. راپور کې راغلي چې تر اوسه پورې د یادو پېښو انګېزه روښانه نه ده او نه هم پولیس د بریدګرو په نیولو بریالي شوي دي.
































