کابل ښار کې یو شمېر ښځینه فعالانو د یو لاریون په ترڅ کې له نوي حکومت څخه د خپلو اساسي حقونو غوښتنه کړې ده. دوی ویلي چې زده کړې او کار یې اساسي حقونه دي او څو پورې چې یې دغه حقونه نه وي تر لاسه کړي خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي. لاریونوالو دغه راز په دې برخه کې د نړیوالو چوپتیا هم د پوښتنې وړ بللې ده او زیاته کړې یې ده چې نړیواله ټولنه دې د دوی پر حقونو سترګې نه پټوي. دا لاریونونه وروسته تر هغه دي چې واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته په یو شمېر دولتي ادارو کې ښځې نه تر سترګو کېږي خو ا.ا په وار وار ژمنه کړې ده چې د اسلام په چوکاټ کې به ښځو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړي.
































