د ننګرهار ولایت امنیتي مسوولینو د دفاع وزارت د تصفیې له کمیسیون سره ګډه ناسته ترسره کړې ده. د یاد ولایت د چارواکو په خبره، په یاده لیدنه کې د ا.ا د صفونو پر تصفیې ټینګار شوی دی او زیاته شوې چې په دغه ولایت کې باید د ا.ا د ځواکونو په صفونو کې جدي تصفیه وشي او هغه کسان د امارتي ځواکونو له لیکو وایستل شي چې تازه د ناوړه ګټې اخیستنې لپاره د دوی لیکو ته ورغلي دي. سرچینه کاږي چې په یاده لیدنه کې دغه راز د ا.ا له نامه څخه د سؤ استفاده کوونکو پر وړاندې پر قانوني چلند ټینګار شوی دی.
































