پخواني ولسمشر حامد کرزي د اروپايي ټولنې له هغه پرېکړې هرکلی کړی چې له مخې به یې په افغانستان کې خپله استازولي بېرته فعالوي. د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغانستان په داسې یوه وضعیت کې دی چې له نړیوالو سره د اړیکو پراختیا ته اړتیا لري او په دې برخه کې د ټولو هېوادونو همکارۍ ته په درنه سترګه ګوري. هغه زیاته کړې چې په کابل کې د اروپايي کمیسیون د استازولۍ د پرانیستل کېدو هرکلی کوي او دا له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګام بولي. نوموړي همدا راز پر نورو نړیوالو بنسټونو هم غږ کړی دی چې په دې سختو شرایطو کې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي او مخکې له دې چې د ژمي موسم را ورسېږي اړمنو افغانانو ته دې خپلې مرستې ورسوي.
































