د چین ولسمشر او عمران خان پر افغانستان خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د چین ولسمشر شي جین پینګ د پاکستان له لومړي وزیر سره په یوه تلیفوني مکالمه کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. په دې تلیفوني مکالمه کې ټینګار شوی چې باید له افغانانو سره بشردوستانه مرستې ترسره شي او ژر تر ژره دې په دغه هېواد کې د اقتصادي بې ثباتۍ د رامنځ ته کېدو مخنیوی وشي. دواړو لورو همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي او ددې تمه لري چې دلته یو پیاوړی او همه شموله حکومت جوړ شي. د چین ولسمشر یو ځل بیا ټینګار کړی چې هېواد یې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی، له دغه هېواد سره به بشردوستانه او اقتصادي مرستې کوي او په بیا رغونه کې به یې برخه اخلي.
































