د قطر او چین د بهرنیو چارو وزیرانو له افغانستان سره پر بشردوستانه مرستو ټينګار کړی دی. د راپورونو له مخې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې له خپل قطري سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د نورو مهمو مسایلو تر څنګ پر افغانستان هم خبرې شوې دي. دواړو لورو ټینګار کړی چې باید نړیواله ټولنه د خبرو پر ځای په عملي توګه له افغانستان سره بشردوستانه مرستې وکړي او په دغه هېواد کې دې د بشري ناورین مخنیوی وکړي. دوی همدا راز ویلي د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ مخه ونیسي او له دغه هېواد سره مرسته وکړي څو خپل اقتصاد په پښو ودروي او په سیمه کې د سولې او ثبات په راوستو کې همکاري وکړي.
































