د عامې روغتیا وزارت په نشه یي توکو د روږېدېدا کمولو ریاست وايي، د کرونا وبا خپرېدو له ویرې په نشه یي توکو د روږدو کسانو د راټولولو چاره پیل کړې ده. دوی وایي دا کار د امنیتي کسانو په مرسته ترسره کوي. چارواکي وايي، د کرونا وبا له خپرېدو راهیسې یې یوازې د کابل ښار له لارو او کوڅو نږدې ۴ زره روږدي کسان ټول کړي او ښایي دا شمېر تر شلو زرو ورسېږي. په نشه يي توکو د روږدو کسانو د زر بستریز روغتون مشر ډاکټر احمد ظاهر سلطاني وايي، چې د دې کسانو د ساتنې او درملنې لپاره یې ځانګړي تدابیر نیولي دي.
































