ناروې له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنه کړې ده. د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د اقتصاد سرپرست وزیر دین محمد حنیف د ناروې له سفیر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او نورو اړوندو مسایلو خبرې شوې دي. دواړو لورو ټینګار کړی دی چې په خپلو کې به د اړیکو د پراختیا او بشري مرستو لپاره همکارۍ ډېروي. ناروې ویلي چې له افغانستان سره بشري مرستو ته ادامه ورکوي او همدا راز ټینګار کوي د اقتصادي مسایلو په برخه کې هم له افغانستان سره همکار دي.
































