نن په تهران کې د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي. دا غونډه د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي په مشرۍ ترسره کېږي چې په هغه کې د سیمې د هېوادونو استازو ګډون کړی دی. ا.ا ویلي وو چې په دې غونډه کې ګډون نه کوي خو د سیمې ډېری هېوادونه ددې کنفرانس ګډونوال دي. د هند، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، روسیې او چین استازو د ایران په غونډه کې ګډون کړی دی. ټاکل شوې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د ویډیو کنفرانس له لارې په دې غونډه کې ګډون وکړي خو استازی یې د حضوري ګډون لپاره تهران ته تللی دی. په دې غونډه کې له افغانستان سره پر بشري مرستو، سولې او امنیت خبرې کېږي.
































