د خیبرپښتونخوا په لکي مروت سیمه کې په یو وسله وال برید کې د یو قومندان په ګډون څلور پاکستاني عسکر وژل شوي دي. دا پېښه تېره ورځ ناوخته د لکي مروت په صدر تاڼې سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته د وسله وال برید له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یو پولیس قومندان او د هغه درې ملګري وژل شوي دي. پولیسو ویلي چې دوی تر پېښې وروسته سیمه کې د لټون عملیات پيل کړي دي خو تر اوسه پورې یې کوم څوک د پېښې په تړاو نیولي نه دي. د یاد برید پړه هم تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو تر دې وړاندې د پاکستاني طالبانو تحریک پاکستان ته د خونړیو بریدونو خبرداری ورکړی دی.
































