د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سیمې پر هېوادونو غږ کړی دی چې په خپله خاوره کې د امریکا پوځي اډې ته اجازه ورنه کړي. لاروف د تهران ناستې ته په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د مرکزي اسیا هېوادونه نباید امریکا ته د اډو په ورکولو سره سیمه له امنیتي ګواښونو سره مخ کړي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې تر دې وړاندې د روسیې د امنیت شورا مرستیال یوري کوکوف هم په یوه مرکه کې ویلي وو چې امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه، د بې پیلوټه الوتکو د ځای پر ځای کولو او د مرکزونو په جوړولو سره د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د پېښې ایښودلو په هڅه کې ده او هدف یې یوازې او یوازې د سیمې د امنیت او ثبات ګډوډول دي.
































