د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي چې د افغانستان ا.ا له نړیوالې ټولنې سره د ټولو موضوعاتو پر سر خبرو اترو ته لیواله دی. هغه په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناستې ته په یوه ثبت شوې وینا کې زیاته کړې چې دوی هیله لري د تهران ناسته مثبتې پایلې ولري او په خبره یې، چین به په مناسب وخت کې د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې بلې ناستې کوربتوب وکړي. د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته چین هڅه کوي د افغانستان ثبات او سولې برخه کې خپله بشپړه همکاري وکړي او ورترغاړې مسوولیت په سمه توګه ادا کړي.
































