هند په افغانستان کې له رامنځ ته شوي وضعیت اندېښمن دی. د پنټاګون لوړپوړو چارواکو ویلي دا څووم ځل دی چې هند په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خپله اندېښنه ورسره شریکوي او ټينګار کوي چې په افغانستان کې رامنځ ته شوی وضعیت د دوی لپاره د اندېښنې وړ دی. د پنټاګون چارواکو ویلي دوی د افغانستان له ګاونډیو سره پراخ کار کوي، څو احتمالي خطرونه رفع او اندېښنو ته پر وخت ځواب ووايي. هند تر دې وړاندې هم ویلي چې په افغانستان کې د طا لبانو واک ته رسېدو اندېښمن کړي دي، خو ددې تر څنګ یې هم د بشري مرستو د ترسره کولو ډاډ ورکړی دی.
































