د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تخلیې ماموریت په اړه د پلټنو امر کړی دی. د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د تخلیې په ماموریت کې د لسګونه ستونزو شاهدان وو، خو په دې اړه د خلکو نیوکو او نظرونو ته درناوی لري. هغه زیاته کړې چې ددغه ماموریت په اړه یې د پلټنو او څارنو امر کړی دی او ډېر ژر به د ستونزې اصلي لامل روښانه کړي. بلخوا امریکایي ديپلوماتان وايي ان په جولا کې امریکايي حکومت ته خبرداری ورکړل شوی و، چې افغان حکومت د پاشل کېدو په حال کې دی نو ځکه باید ددغه سفارت دیپلوماتان و ایستل شي، خو بهرنیو چارو وزارت هغه مهال د تخلیې امر وکړ چې طالبان کابل ته ننوتلي وو. د امریکا سنا هم په وروستیو کې ویلي چې د تخلیې ماموریت د امریکا لپاره له شرم ډک ماموریت و او باید په اړه یې وضاحت ورکړي.
































