چین وایي نړۍ دې د افغانستان یو اړخیز تحریم ته د پای ټکی کېږدي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې په یونان کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغانستان له لوږې او بېوزلۍ سره مخ کېدونکی دی نو نړیوالو ته په کار ده چې ددغه هېواد یو اړخیز تحریم ته د پای ټکی کېږدي. دده په وینا امریکا او غربي هېوادونه دې پر افغانستان یو اړخیز فشارونه نه راولي، د دوی شتمني دې ازاده کړي او په دغه هېواد کې دې ناورین نه رامنځ ته کوي. هغه زیاته کړې چې د پيسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک باید له افغانستان سره همکاري ولري او ددغه هېواد په بیا رغونه کې د خپلو مرستو ته ادامه ورکړي. وانګ یې دغه راز ویلي چې دوی په خپل وار له افغانستان سره مرسته کوي او تازه یې یو ځل بیا د دېرش میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده. نوموړي د روغتیا او خوړو د نړیوالو سازمانونو تر څنګ پر نورو نړیوالو ادارو هم غږ کړی چې په افغانستان کې د بشردوستانه خدماتو په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
































