د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستان د ایف سي ځواک پر عسکرو د نامعلومو وسله والو برید کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان شوي دي. د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا پېښه ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په کرمه ایجنسۍ کې د افغانستان له خاورې څخه د وسله والو د برید له امله رامنځته شوې ده. پوځ ویلي چې بریدګر بېرته افغان خاورې ته اوښتي دي. تر اوسه پورې د برید پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې. د یادونې ده چې افغانستان کې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته پر پاکستاني عسکرو مرګوني بریدونه ډېر شوي دي او د ډېرو هغو پړه تحریک طا لبان پاکستان پر غاړه اخیستې ده.
































