د ولسمشر غني د دویم مرستیال سرور دانش، دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي کړکېچ به ډیر ژر پای ته ورسیږي. دانش تېره ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې دیبرا لاینز، سره په یوه ویډیویي اړیکه کې ویلي، چې د ملي مشارکت د حکومت په چوکاټ کې د وحدت او هماهنګۍ د ټینګېدو لپاره هڅه روانه ده او تر راتلونکو څو ورځو پورې به دواړه خواوې وروستي توافق ته ورسیږي. دانش ویلي، عبدالله به د ملي پخلاینې د عالي شورا ریاست په غاړه واخلي. خو ځینو رسنیو د عبدالله د مشارکتي حکومت د طرحې د بشپړیدو خبر ورکړی چې د ثبات او همپالنې ټیم ته د زیاتو صلاحیتونو د غوښتنې نمایندګي کوي.
































