د افغانستان د کارګرانو صنفي ټولنې په هېواد کې د کارګرانو حالت د اندېښنې وړ بولي او له دولت غواړي چې د کارګرانو وضعیت ته په جدي توګه پاملرنه وکړي. د شمېرو له مخې د کرونا له پیله لږ تر لږه دوه میلیونه وګړي د بې روزګارانو په پخواني شمېر ور زیات شوي دي. د کارګرانو صنفي ټولنې چارواکي وایي چې له کرونا سره د مبارزې په هدف د ښارونو له قرنطین کېدو راهیسې د بې روزګارۍ کچه هم په بې سارې توګه لوړه شوې ده. د دغه ټولنې مشر کاکوجان نیازی وایي، له یوې خوا د خلکو قرنطین کېدل او له بلې خوا جګړو او په هېواد کې سیاسي کړکیچ سبب شوی چې هېڅوک په هېواد کې پانګونه ونه کړي او د بې روزګارۍ کچه په بې سارې توګه لوړه شي. نوموړی له کارګرانو او بېوزلو کورنیو سره د حکومت اوسنۍ مرستې هم کافي نه ګڼي او غواړي چې له کارګرانو سره د مرستو کچه هومره لوړه شي چې دوی پرې خپله ورځ وچلولی شي.
































