د هرات ولایت والي نوراحمد اسلامجار ویلي چې په دغه ولایت کې به د نجونو پر مخ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شي. نوموړي ویلي چې د ا.ا.ا د نجونو له زده کړو سره هیڅ راز ستونزه نه لري او ډېر ژر به په هرات کې تړل شوي ښځینه ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستل شي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې تر دې وړاندې هم واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته په بلخ، بدخشان او ځیني نورو ولایتونو کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شوي دي. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نورو بنسټونو او هېوادونو د افغانستان له ا.ا څخه غوښتنه کړې ده چې ژر نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړي.
































