امریکا اعلان وکړ چې له افغانستان سره به نوې ۱۴۴ میلیونه ډالره بشري مرسته وکړي. د امریکا د ملي امنیت شورا ویاندې ایمیلي هورن په یوې بیانیه کې ویلي دي د امریکا دا مرسته به د خپلواکو بنسټونو له لارې په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان کډوالو په ګډون له ۱۸.۴ میلیونو افغانانو سره د مرستې لپاره ځانګړي شي. نوموړې ویلي، چې د واشنګټن دغه ۱۴۴ میلیون ډالري مرسته به د امریکا شریکان په دې قادر کړي چې اړو کسانو ته صحي خدمات، خوراکي مواد، د څښاک اوبه او نورې لومړنۍ مرستې برابر کړي. دغې امریکایي چارواکې څرګنده کړې، له دې اضافي مرستې سره په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو اندازه په سیمه کې د افغان کډوالو په ګډون ۴۷۴ میلیونو ډالرو ته رسیدلې ده چې د مقدار په اندازه تر بل هر هیواده زیاته ده. امریکا په داسې حال کې د دغې مرستې اعلان کوي چې میلیونونه افغانان د مرستو له رسیدو پرته، په راروان ژمنې کې له فقر او ګڼو مشکلاتو سره مخ کیدای شي.
































