د تیګري سیمې په مرکز مکله کې د ایتوپیایي پوځیانو په هوایي برید کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوياو ۲۱ نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې، د تیرې یوې اوونۍ راهیسې په تیګري سیمه کې د ایتوپیا د هوایي ځواکونو په برید کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان شوي دي. ایتوپیایي پوځیانو ویلي هغوی د آزادي غوښتونکو تیګري ځواکونو د تجهیزاتو د ساتلو یوه سیمه په نښه کړې ده. د تیګري سیمې اوسېدونکو ویلي چې په دې بریدونو کې چې د سهار په پنځو بجو وشول د استوګڼې یوه سیمه په نښه شوې ده. د یادې پیښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي. د ایتوپیا د ارتباطاتو وزیر لجس ویلي دي چې برید په یوه نظامي هدف شوی دی.
































