د تجارت او صنایعو خونې چارواکي وایي چې د کرونا وبا له خپرېدو سره له یو نیم میلیارد ډالرو ډېر زیان يې کړی دی. په همدې حال کې مالیې وزارت وایي چې د کرونا وبا خپرېدو د دولت په مالي منابعو راټولولو منفي اغېز کړی او که دا وضعیت همداسې روان وي، نو د افغانستان اقتصاد به صفر او یا له دې هم ټیټ شي. د یاد وزارت مسوولین وایي د دوی عواید د تېرکال د همدې دورې په پرتله ۱۸ سلنه کم شوي دي.
































