د ا.ا.ا د افغانستان په اړه د تهران د ناستې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د افغان حکومت اوسنۍ کابينه ټولشموله ده او د نور بدلون شونتيا هم لري. وړمه ورځ ایران کې د افغانستان په اړه د ګاونډيو هېوادونو غونډه وه او په وروستي پرېکړه ليک يې غوښتنه شوې وه، چې د افغان حکومت کابينه بايد ټولشموله وي. د افغان حکومت مرستيال وياند مولوي احمدالله وثیق د تهران غونډې ته په خپل غبرګون کې د يادې ناستې هرکلی کړی، هغه يې د افغانانو له هيلو سره سمه د افغانستان په ګټه بللې او زياته کړې يې ده، چې اوسنۍ کابينه ټولشموله ده او د نور بدلون امکان هم لري. ټاکل شوې، چې په لنډو راتلونکو ورځو کې چين هم د افغانستان په اړه د يوې ناستې کوربه وي او په دغه ناسته کې افغان چارواکو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
































