په ایران کې د کرونا د شپږمې څپې د راتګ خبرداری ورکړل شوی دی. د راپورونو له مخې همدا اوس د ایران په شاوخوا شلو ښارونو کې د کرونا وبا مثبتې پېښې په ډېرېدو دي او په ډېری کې یې وضعیت خطرناک ښوودل شوی دی. د ایران روغتیايي چارواکي وایي ددې احتمال شته چې د کرونا شپږمه څپه پيل شي او ایراني وګړو ته لا ډېر تلفات واړوي. د تازه معلوماتو پر بنسټ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ایران کې ۱۳۴ کسه نور هم د کرونا له امله مړه شوي دي. کرونا په ایران کې زرګونه کسانو ته تلفات واړول، خو لا هم دغه هېواد د کرونا واکسین وېش په ډېره ټيټه کچه پیل کړی دی او مشران یې ټينګار کوي چې ملت دې د ایراني واکسینو تر بشپړ تایید پورې د نورو واکسینو د کارولو غوښتنه نه کوي.
































